۳۲۱ زلزله ځپلو کورنیو په خوست ولایت کې ژمني کېټونه ترلاسه کړل
خوست- د کب ۱- ۱۴۰۱
د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د CRODIT موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې ۳۲۱ کورنیو ته چې د زلزلې له امله زیانمنې شوي وې، یاد شمېر هرې کورنۍ ته ژمني کېټونه چې، ۱ د ماشومانو جاکټ، ۲ د لویانو جاکټونه، ۳ ښځینه ټیکري، ۴ نارینه پټوګان، ۵ جوړې د لویانو بوټونه او یو شمېر نور توکي په کې شامل و، یاد شمېر کورنیو ته ووېشل.
