۲۱ زیانمنو کورنیو په لغمان ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې
لغمان- د غبرګولي ۴مه-۱۴۰۲
د WFP په مالي ملاتړ د IDS موسسې د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۲۱ کورنیو ته چې د بارانونو او اورلګیدنې له امله یې کورونه په نیمه او بشپړډول زیانمن شوي وو، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو غوړي، ۱۲ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه ووېشل شول.