۱۶۰ زیانمنو کورنیو ته په غور ولایت کې غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IAM موسسې سره په همکارۍ, ۱۶۰ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې, له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې په دې لړۍ کې, هرې کورنۍ ته ۴ تختې کمپلې, ۵ عدد صابون, شامپو او آی ټیکس ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۶/۰۴/۲۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره