پکتیکا ګیان زلزله ځپلي ولسوالۍ کې یوه دینې مدرسه او دوه مسجدونه ګټي اخېستنې ته وسپارل شول.

rahyab
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۴ - ۱۲:۵۰
news

د پکتیکا ولایت د ګیان زلزله ځپلې ولسوالۍ کې د بشري مرستو ټولنې یا HAS مؤسسي له لورې یوه دینې مدرسه چې نهه اطاقونه لري، دوه بابه مسجدونه، لس کورونه چې پنځه کورونه یې دوه اطاقه او پنځه کورونه یې یو یو اطاق لري او پنځه د پاکو اوبو څاه ګانې چې د ټولو لګښت 75816 امریکایې ډالرو په ارزښت  کیږې، ګټي اخستنې ته وسپارل شوې.
د پکتیکا ولایت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست رئیس او د بر مل ولسوالۍ د کمیټي مخکنې مسؤل مولوي مطیع الله منصور وویل، چې بشري مرستو ټولنې یا HAS مؤسسي ټول کارونه په اساسي ډول ورغول، چې کار کولو یې درې میاشتي او پنځلس ورځي په بر کي ونیولې، چې 75816  امریکا ډالر یې په بیا رغولو لګښت راغلي او نوموړي مؤسسي له لورې ورکړل شوې. 
منصور وویل، له هغو مؤسساتو چې په برمل او ګیان کې د رغولو په کارونو لګیا دي، غږ کوم چې خپل کارونه دي زر د خلکو په واک کې ورکړې،  تر څو خلک استفاده تېر وکړې او د ژمي ایخي شپي ورځي په بهر تیرې نه کړې.
نوموړي وویل، یو طرف به د کاریکر له ایخو شپو نه خلاص شي بل لور ته به د سیمي خلک د ژمي په ایخو شپو ورځو کې تېر استفاده وکړې 
د یادونې وړ ده، چې ګیان او برمل هغه ولسوالۍ دي، چې په زلزله کې تر ټولو زیات مالي او زیانې زیان اوښتي ؤ.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۱۳
Background image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اوبو لارې د پاکولو او تنظیم له پروژې څخه څارنه وکړه

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز اړوند د کنجک، سلطان غجر او ولودین کلیو کې د اوبو لارې د پاکولو او تنظیم پروژې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

په دې لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۴۳
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳,۷۷۱ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د هنګري دفتر ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت خیبر، خواجه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۳۵
Background image

د کندز ولایت د ګل‌تپې ولسوالۍ د عسقلان او توره‌کش د عمومي کانال د سربند د ترمیم او پیاوړتیا چارې پیل شوې

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د ګل‌تپې ولسوالۍ د عسقلان او توره‌کش د عمومي کانال د سربند د ترمیم او پیاوړتیا چارې رسمآ پیل کړې.

دا سربند چې د وروستیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .