په کونړ ولایت کې ۱ زیانمنې کورنۍ خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د یو کور چت راغورځېدو له امله د یوې کورنۍ دوه کسان شهیدان او ۲ کسان ټپیان شوې و، دې کورنۍ ته د یاد ریاست مشر محترم الحاج قاري ثابت الله صدیقي او د نرنګ ولسوال الحاج سید جلال بهادر په شتون کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې د شهیدانو ورثه ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو وریجې، ۱۰ لیټره غوړي، ۱ کورنۍ کېټ، ۱۰ تختې کمپلې او ۲ ترپالونه ووېشل شول.
نېټه: ۱۲/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره