په کندهار ولایت کې ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
کندهار- د غويي ۹مه-۱۴۰۳
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د IOM, WFP, Save the children, UNFPA, UNICEF او DRC موسسو سره په همکاري، د یاد ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۲۴ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۹۳۰۰ افغانۍ، د ژمني توکو کېټونه، ۸ پارسله اوړه، ۲۵ کیلو دالنخود، ۲ کیلو مالګه، ۹ کیلو د ماشومانو لپاره شېدې، روغتیایي کېټونه، له یادې جملې ۱۳ کورنیو ته ۱ باب خیمه هرې کورنۍ ته او یو شمېر نور د کور لپاره اړین توکي ووېشل شول.