په کابل ولایت کې ۳۰ زیانمنو کورنیو خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ترلاسه کړې

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۵:۲
news image

کابل- د غویي ۸مه-۱۴۰۳
د کابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د IOM, DRC او WFP موسسو سره په همکاري او همغږي، د یاد ولایت د مرکز ښار بېلابېلو ناحیو اړوند ۳۰ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو له امله یې کورونه په نیمه او بشپړډول ویجاړ شوي و، له سروې وروسته د محترم الحاج محمد سلیم حقاني، د دې ولایت پېښو سره د مبارزې رییس او د یادو موسسو استازو په حضور کې خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۳ تختې کمپلې، ۱۶ قلمه د پخلنځي توکي، ۲ سولري څراغونه، ۱ بکس، د ۲ میاشتو لپاره ۲۳۰ کیلو خوراکي توکي او ۹۳۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې ښاغلي حقاني د مرستو د وېش پر مهال له یادو موسسو څخه په مننې سره په خپلو خبرو کې ووېل: چې په دې شرایطو کې اړتیا ده ترڅو نورې مرستندویه موسسې او خیریه بنسټونه هم د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو هیوادوالو لاسنیوۍ وکړي او اسلامي امارت هم د خپلو هیوادوالو ترڅنګ ولاړ ده او په راتلونکې کې به هم د هغوۍ هر ډول ستونزو ته د حل لاره ومومي او له دوۍ څخه به هیڅ ډول مرستې و نه سپموي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۰:۴۵
Background image

په خوست ولایت کې ۶۰۰ راستانه شویو کډوالو او اړمنو کورنیو روغتیایي کېټونه او نغدي مرستې ترلاسه کړې

خوست- د غویي ۲۵مه-۱۴۰۳
د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د DRC او IRC موسسو سره په همکاري، په یاد ولایت کې ۶۰۰ راستانه شويو کډوالو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته روغتیایي کېټونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۴۸
Background image

په کونړ ولایت کې ۱۱۹ زیانمنو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې

کونړ- د غویي ۲۴مه-۱۴۰۳
د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د DRC موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۱۱۹ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۱:۴۶
Background image

۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

ننګرهار- د غویي ۲۰مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د کډوالۍ نړۍ وال سازمان سره په همکاري، د یاد شېرزاد، خوګیاڼي، سره رود، کامه، دره نور، چپرهار، پچیراګام ولسوالیو او مرکز. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .