په نورستان ولایت کې د یو محافظوي دېوال د جوړولو پروژه پرانیستل شوه

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د کنتوا ولسوالۍ په پارسل کلي کې د سېلاب له خطر څخه د شهید شیخ دوست محمد مدرسې د ودانۍ د ساتنې لپاره د ۴۰ متره په اوږدوالي د یو محافظوي دېوال د جوړولو کار پیل کړ.
د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې سیمه ییزو مسؤلینو ګډون وکړ او دا پروژه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري تمویل کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې دیني او روزنیزې بیخ بناوې د طبیعي پېښو له خطرونو څخه خوندي پاتې شي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو په لوړ کیفیت سره د پروژې په بشپړولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د پروژې په پیل سره د سیمې د ځوانانو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره