په لغمان ولایت کې له پاکستان څخه د اجباری راستنېدونکو لپاره لنډمهاله کمپ ( پنډ غالي ) جوړ سو

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یو شمېر دولتي ادارو په همکارۍ د قرغیی ولسوالۍ د سرخکان سیمې اړوند د اجباري راستنو شویو کډوالو لپاره لنډمهاله کمپ ( پنډ غالی ) او د اوسېدو وړ ځای جوړ کړ.
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس قاري خیرمحمد غازي، له خپل کاري ټیم سره یو ځای په دې سیمه کې د خېمو په نصبولو سره د یاد کمپ د جوړولو کار په عملي ډول پیل کړ.
د يادونې وړ ده، چې يو شمېر نورې ادارې هم په پام کې لري، تر څو په دې برخه کې د پام وړ همکارۍ وکړي، چې په دې سره به د کډوالو ستونزې تر یوې اندازې حل شي.
نېټه: ١٤٤٦/١٠/۱۴ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره