په لغمان ولایت کې د ٢ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو چک ډیم جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه
![تصویر خبر](/sites/default/files/2024-07/whatsapp_image_2024-07-11_at_11.36.19_am.jpeg)
لغمان- د چنګاښ ۲۱-۱۴۰۳
په لغمان ولایت کې د یو چیک ډیم جوړولو د بنسټ ډبره تېره ورځ د روان کال د چنګاښ په ۱۹ نېټه، د محترم مولوي اختر محمد مزمل د یاد ولایت مرستیال والي لخوا د محترم قاري خیر محمد غازي د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې رییس او یو شمېر نورو مسوولینو په شتون کې کېښودل شوه.
د یادونې وړ ده چې دغه چک ډیم د کډوالۍ نړۍ وال سازمان په مالي ملاتړ او د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست په همکاري او همغږي، د ۲ میلیون افغانیو په لګښت د لغمان ولایت علینګار ولسوالۍ اړوند په راجایي کلي کې جوړېږي.
ښاغلي مولوي اختر محمد مزمل ووېل: چې د دغه چک ډیم په جوړېدو سره به په سیمه کې ۴۰ کسانو ته د کار زمینې برابرېدو ترڅنګ سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم خړوبه شي او د دې پروژې چارې به په ۱ میاشت کې بشپړې شي.
ورته مهال د سیمو خلکو د دغه چک ډیم له جوړېدو خوښۍ څرګنده کړه او د دې ډول نورو پروژو پلي کېدو غوښتنه یې هم کړه.