په لغمان ولایت کې د يو ګبيوني ديوال د جوړېدو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس قاري خير محمد غازي له مل پلاوي سره یوځای د علینګار ولسوالۍ په سنګر هارون خېلو کلي کې د ګبیوني دیوال د جوړېدو بهیر څخه لیدنه ترسره کړه.
یاد ګبیوني دیوال د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ د ۳۰۰ متره اوږدوالي په درلودلو سره جوړېږي چې دا مهال شاوخوا ۳۰ تنه کارګران په کې پر کار بوخت دي.
د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سیمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې د شته امکاناتو په چوکاټ کې به د همکارو مؤسسو په ملاتړ د دې ولایت په بېلابېلو خطر سره مخ سیمو کې ورته وقایوي پروژې پلي کړي.
د یادونې وړ ده، چې سیمه ییزو اوسېدونکو د یادې پروژې له پلي کېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د دې دیوال په جوړېدو سره به د دوی کورونه، کرنیزې ځمکې او عامه شتمنۍ د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
