په غزني ولایت کې د پېښو له امله د ۱۹ شهیدانو ورثه او ټپیانو نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۵:۳۵
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مشرتابه په لارښوونې، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۱۹ کورنیو ته چې د کورنۍ غړي یې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله له لاسه ورکړي و، له سروې وروسته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې ده چې، د ۱۵ شهیدانو هر ورثه ته ۴۰،۰۰۰ افغانۍ نغدي پیسې، له یادې جملې ۳ شهیدانو کورنۍ ته چې په قره باغ ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله شهیدان شوې و، د هر شهید کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو غنم، ۵۰ کیلو وریجې، ۱۰ لیټره غوړي او یوه روغتیایي کڅوړه، او د ماین چاودنې له امله ۴ ټپیانو هر یو ته ۱۰۰ کیلو غنم، ۵۰ کیلو وریجې او ۱۰ لیټره غوړي ووېشل شول. 
د یادونې وړ ده چې، د دې مرستو ترلاسه کونکو مننه او قدردانۍ څرګنده کړه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له مشرتابه یې د لا زیاتو همکارۍ غوښتنه وکړه.

نېټه: ۱۴۴۶/۴/۲۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له سفیر سره وکتل

نن د چهار شنبې ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له سفیر محترم آیبک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

 د کندهار ولايت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د هيلو ټرسټ ماين پاکۍ مؤسسې د        ((IED/IM-09 او IED/IM-10)) ټيمونو په ملاتړ، د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په ادرونيکه او حاجي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل ولایت په ده سبز او فرزه ولسوالیو کې د اوبو رسونې شبکو د جوړولو او ترمیم کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د همغږۍ له مخې، د یاد سازمان په مالي ملاتړ او د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .