په سمنګان ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله د ۴ شهیدانو ورثه او ۷ ټپیانو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشل سوې
سمنګان- د ربیع الاول ۱-۱۴۴۶
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاست، د یاد ولایت حضرت سلطان او خلم ولسوالیو او مرکز اړوند ۱۱کورنیو ته چې د کورنۍ غړي یې د ترافیکي پېښې له امله شهیدان او ټپیان سوي و، د یاد ریاست لخوا له کره سروې وروسته د هر شهید کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي، ۱ کارټن مګي آش او همدارنګه د هر ټپی سوي کس ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي او ۱ کارټن مګي آش ووېشل سول.