په سمنګان ولایت کې درې کړۍ ماینونه کشف او خنثی کړل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OMAR ماین پاکۍ مؤسسې تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې د چټکې ځواب وینې ټیمونو په واسطه د دې ولایت په ولسوالیو کې د ماینونو او ناچاوده توکو د پاکولو عملیات پیل کړي دي.
د دې عملیاتو په یوه برخه کې، د یادې مؤسسې د عملیاتو ټیمونو د درهصوف پایين ولسوالۍ په خانه سنګي کلي کې درې کړۍ د کلستر ماینونه (BLU97) کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل.
د یادونې وړ ده چې د سیمې خلکو د دې عملیاتو ترسره کولو په پار مننه او قدرداني وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره