په جوزجان ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د رضاکارانو ټیم جوړ او فعال شو

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۵۷
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد په ولایتونو کې د رضاکارانو د ټیمونو د فعالولو بهیر دوام لري. په همدې لړ کې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د رضاکارانو ټیم هم فعال شو.

د رضاکارانو د ظرفیت لوړولو په موخه، د ادارې مرکزي پلاوی، چې د پېښو د مدیریت معلوماتي ملي سیستم (NDMIS) آمر او د رضاکارانو د پروګرام مسئول، سمیع‌الله حیات او د ارزونې او څارنې آمر، فیض‌محمد آغا پکې شامل وو، د شبرغان ښار ته سفر وکړ او د ولسوالیو او ښاري ناحیو څخه ټاکل شویو د رضاکارانو لپاره یې یو ورځنی روزنیز پروګرام ترسره کړ.

په دې پروګرام کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې پر موخو او رول، د رضاکارانو د پروګرام پر اهمیت او د رضاکارانه فعالیتونو د تنظیم او پلي کولو پر څرنګوالي معلومات وړاندې شول. همدارنګه، د دې پروګرام طرزالعملونه او کاري لارښوونې ګډونوالو ته تشریح شوې.

په پای کې، رضاکاران د کاري ژمن‌لیک له لاسلیک وروسته د ادارې له لوري وستایل شول او هغه ډالۍ چې له مخکې په پام کې نیول شوې وې، هغوی ته ووېشل شوې. دغه پروګرام د روزنو پر دوام او د رضاکارانو د ظرفیت پر لوړولو په ټینګار سره پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له بهیر څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ د مسته‌چینې، فرمان، میاخېل، تنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (QR-09) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د المش کلي په سیمه کې ناچاوده توکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .