په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه نږدې ۲۳ زره کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې وېشل شوې دي

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۱۵:۱۴
تصویر خبر

کابل- د وري ۲۶مه-۱۴۰۳
محترم الحاج مولوي محمد عبدالله جان سایق، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس په رسنیز کنفرانس کې ووېل: له پېښو سره د مبارزې ولایتي ریاستونو د لومړنیو راپورونو پر بنسټ د سېلابونو رامنځته کېدو له امله ۳۳ کسان شهیدان او ۲۷ کسان ټپیان شوي دي، همدارنګه تقریبآ ۶۰۶ کورونه په کلي او قسمي ډول ویجاړ شوي دي او له ۱۹۵۰ جریب څخه زیاته کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده. او د سېلابونو له امله په ټول هیواد کې تقریبآ ۸۵ کیلومتره سړکونه او فرعي لارې هم ویجاړې شوې دي د دې ترڅنګ د دغو سیلابونو له امله شاوخوا ۲۰۰ څاروي تلف شوي او له ۱۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ هم زیانمنې شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د سېلابونو رامنځته کېدو په لومړنیو ساعتونو کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت کارکونکو سیمو ته ځان رسولې، او د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، د ټولګټو وزارت، د عامې روغتیا وزارت او سیمه ییزو مسوولینو سره په همکاري، زیانمنو ته د رسېدنې، د ژغورنې او پلټنې عملیات، لومړنیو خدمتونو او زیانمنو ته د بېړنیو مرستو د وېش چارې یې په ښه توګه مدیریت کړي دي.
همدارنګه هغه ووېل چې د وري میاشتې له پیل نه تر اوسه له ۲۲۸۵۱ څخه زیاتو زیانمنو او بېوزله کورنیو ته د ملي او نړۍ والو موسسو سره په همکاري بېړنۍ مرستې وېشل شوي دي او د مرستو لړۍ روانه ده.
ښاغلي سایق ووېل: چې وقایوي پروګرامونه زموږ په لومړیتوبونو کې شتون لري او د پېښو سره د مبارزې دولتي عالي کمېسیون غړو امارتي ادارو په همکاري او د اسلامي امارت مشرتابه په ملاتړ سره به دغه پروګرامونه عملي شي.

news image

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۹:۵۵
Background image

په فراه ولایت کې 117 سېلاب ځپلو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې

فراه- د غبرګولي 6مه-1403
د فراه ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP موسسې سره په همکاري, د یاد ولایت اړوند 117 سېلاب ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۲:۱۴
Background image

2 میلیونه, 148 زره او 300 افغانۍ په231 زیانمنو کورنیو باندې په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې

ننګرهار- د غبرګولي 4مه-1403
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د کډوالۍ نړۍ وال سازمان سره په همکاري, د یاد ولایت خوګیانۍ, شېرزاد, سره رود, پچېراګام, غني خېل او مهمند دره ولسواایو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۲:۹
Background image

په لغمان ولایت کې 358 زیانمنو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې

لغمان- د غبرګولي 4مه-1403
د لغمتن ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP موسسې سره په همکاري, د یاد ولایت اړوند 358 کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي له امله زیانمنې شوي وې, له سروې وروسته. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .