په بغلان ولایت کې 17 زیانمنو کورنیو خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
بغلان- د چنګاښ 17مه-1402
د بغلان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست, د یاد ولایت په دوشي ولسوالۍ کې 17 زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې لړې کې هرې کورنۍ ته 150 کیلو اوړه, 50 کیلو وریجې, 1 من بوره, 1 پلاستیکي سطل, 2 فرشونه, 1 کارټن بسکېټ او 4 خیمې ووېشل شوې.
