په بغلان ولایت کې ۹۳ سېلاب ځپلو کورنیو نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
بغلان- د غویي ۲۰مه-۱۴۰۳
د بغلان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د IOM او Acted موسسو سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۹۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۳ تختې کمپلې، ۱ تخته ترپال، ۱ باب خیمه، ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۴ کیلو دالنخود او ۱۰۰۷۰ افغانۍ ووېشل شوې.