له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې هیئت ۵ تنه مرکزي کارمندانو د ترابی صاحب په هدایت د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د څارني او ارزوني په موخه د درو ورځو په موده کي کتنه وکړه

د سې شنبي، چهار شنبي او پنج شنبي په ورځو کي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ۵ کسیز هیئت چي د څارني او ارزونې ریاست څخه د ارزوني امر، د خطر د مخینوي او کمولو ریاست څخه دپېښو د خطرونو کمولو کار پوه، د بیړینو حالتو د ریاست څخه د اسنادو د ثبت مدیر، د کارکونکو د چارو ریاست څخه د پلان جوړني مدیر او دنشراتو او عامه اړیکو ریاست څخه د کلیپونو جوړولو او عامه پوهاوي مدیر د څارني او ارزوني، د کارونو د لا شفافیت او پرمختګ په موخه د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه کتنه وکړه.
دا څارنه او ارزونه چي شاوخوا درې اوڼۍ وړاندي د ترابي صاحب په هدایت ۳۳ ولایتونو څخه شروع شوې ده د زونونو په حساب هر زون ته ۵ کسیز هیئت لیږل سوی دی چي و به وکولای سي چي د ولایتي ریاستونو په کارونو کي به پوره شفافیت، پرمختګ او چټکتیا راولي او ټول کارمندان به د خپلو لایحو او کاري پلانونو مطابق کارو ته متوجې کړي تر څو اولس ته غوره او پر وخت خدمتونه وکړي.
جنوب غرب زون ته ته استول شوی ۵ کسیز هیئت وایې چي موږ د ددو ورځو په موده کي د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ټولو شعاباتو، کارونو، دوسیو، ګدام او اسنادو څخه څارنه وکړه او د ټولو کارمندانو څخه مو د دندو د لایحو او کاري پلان پوښتنه وکړه او ټولو ته مو سپارښتنه وکړه چي خپل کارونه پر وخت خلاص کړي او ټولو کارمندانو ته توصیه وشوه چي هغه اسنادونه د ځان سره وساتي چي د مرکزي ادارې څخه ورته راځي.
نیټه: ۱۴۴۶/۹/۶ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره