له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوړپوړي پلاوي سره وکتل 

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۳:۱۶
تصویر خبر

نن ورځ سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د ناورینونو د مدیریت د څانګې له رئیسې، اغلې شُوکو نوډا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له رئیس، سټیفن روډرېکز، د یاد سازمان د اقلیم د مقاومت د پروګرام له مرستېال، محترم نجیب الله یوسفي او د باثباته معیشتونو د پروګرام له مرستېال، محترم عبدالحمید عمر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د پېښو مدیریت اړوند پر موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په پیل کې محترم ترابي صاحب د ملګرو ملتونو د د پراختیایي پروګرام پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د دواړو لورو ترمنځ یې د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ‍، په دې ناسته کې د هیواد د طبیعي پېښو، اقلیمي بدلونونو او د خلکو د ژغورنې او وقایوي پروژو په برخه کې د روانو او راتلونکو پروژو په اړه هر اړخیزې خبرې وسوې.
 ترابي صاحب د پېښو د خطرونو مخنیوي او د پېښو د اغېزو کمولو په برخه کې د وقایوي پروژو پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د اقلیم بدلون له امله د هېواد د طبیعي خطرونو کچه لوړه سوې ده، هغه د بنسټیزو وقایوي پروژو د پلي کولو په اړه وویل چې وقایوي پروژې ډیرې مهمې دي ځکه په لږ مصرف د ډیر زیان مخه نیول کیږي.
همدا راز، ترابي صاحب وویل چي زموږ د ادارې انجنیري ټیمونو د افغانستان په کچه د پېښو له خطرونو سره مخ سیمې سروې، پېژندلې او تثبیت کړې دي او په ډیټابیس کې مو ثبت کړې دي او اړتیا ده چې باید هلته د پېښو د خطرونو د مخنیوي لپاره وقایوي پروژې پلي سي او د ډېری پروژو ډیزاین ترتیب او د لګښت اټکل ترسره شوی دی.
ورپسې، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د ناورینونو د مدیریت د څانګې رئیسې، اغلې شُوکو نوډا د یادې ادارې د وروستیو هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د UNDP سازمان د افغانستان له خلکو سره د طبیعي پېښو د خطرونو د مخنیوي، چمتووالي، بیړني غبرګون او بیا رغونې په برخو کې د ملاتړ دوام ته ژمن دی. اغلې نوډا د اقلیمي بدلون د خطرونو د کمولو، د معیاري وقایوي زیربناوو د جوړولو او د سیمه ییزو ظرفیتونو د لوړولو لپاره د ګډو پروګرامونو پر پراخېدو ټینګار وکړ.
وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام رئیس، ښاغلي سټیفن رودریګز وویل، چي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په کارونو کې چټکتیا روښانه ده او د دې ادارې له لوري یې د موسسو د کارونو په چټکۍ سره ترسره کولو په پار مننه او قدرداني وکړه، نوموړي وویل، چې هغه لړلیک چې تاسو موږ ته راکړی دی او د پروژو معلومات پکښې شتون لري، موږ هڅه کوو چې له هغه لړلیک څخه معلومات واخلو او د پروژو د پلي کولو په برخه کې به ترې ګټه واخلو.
په پای کې دواړو لوریو د همغږۍ او همکاریو پر دوام او پیاوړتیا او د پېښو د مدیریت لپاره د ظرفیتونو پر لوړولو ټینګار وکړ.

نیټه: ۱۴۴۷/۶/۴ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۳:۱۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوړپوړي پلاوي سره وکتل 

نن ورځ سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د ناورینونو د مدیریت د څانګې له رئیسې، اغلې شُوکو نوډا،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۵۸
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ زلزله ځپلو کورنیو ته خیمې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په ملاتر، د مزار شریف ښار په بېلابېلو نایحو کې د ۲۳ زلزله ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۰:۴۷
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کابل–جلال‌اباد پر لویه لاره د غرونو د ښوېېدو له خطر سره په مخ سیمو کې د خبرداري لوحې نصب کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کابل–جلال‌اباد پر لویه لاره د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .