له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په لغمان ولایت کې په اجباري توګه د اېستل شوو کډوالو له پنډغالي څخه لیدنه وکړه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۰:۱۴
news image

نن ورځ چهارشنبه د سهار په ۶:۰۰ بجې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، له تورخم وروسته لغمان ولایت ته سفر وکړ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ له رئیس قاري خیرمحمد غازي سره یو ځای د قرغیي ولسوالۍ په سرخکان سیمه کې په اجباري توګه د اېستل شوو کډوالو له کمپ څخه لیدنه وکړه.
محترم ترابي صاحب، د سیمې د لیدنې پر مهال، د کډوالو ستونزې او هغوی ته لا په ښه توګه د رسیدنې په برخه کې د موجودو ننګونو په اړه د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس څخه معلومات ترلاسه کړل او ویې ویل چې اسلامي امارت د کډوالو چارو ته په ښه توګه د رسېدنې لپاره ژمن دی.
همداراز، نوموړي د شته ستونزو په درک کولو سره، د دې ترڅنګ چې یاد پنډغالي ته یې د ۵۰۰ کمپلو د انتقال ژمنه وکړه او په اجباري توګه اېستل شویو کډوالو ته په ښه توګه د رسیدنې لپاره یې یو څه نغدي مرستې هم د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس ته ورکړې.
په همدې حال کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، له یو شمېر په اجباري توګه راستنېدونکو کسانو سره هم وکتل، د هغوی ستونزې یې واورېدې، له هغوی سره یې خواخوږۍ وښوده او هغوی یې صبر ته وهڅول.  

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۶:۶
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په فراه رود ولسوالۍ کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶۴ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کورډ ایډ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په نمک آب ولسوالۍ کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۹
Background image

په بلخ ولایت کې د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هولوټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مزار شریف په حیرتان بندري شهرک. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .