له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په تورخم کې د دې ادارې معیاري  ځانګړې کمپ (پنډغالې) رسماً افتتاح کړ    

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۲۱:۲۱
news image

نن د سه شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي لخوا د تورخم په سیمه کې د دې ادارې معیاري پنډغالې په تورخم کې د عمري کمپ مسؤول, محمد هاشم میوندوال، د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس قاري نورالدین رستم‌خېل، د تدارکاتو آمر مولوي احمدشاه ذهین، د عمري کمپ د نشراتو او عامه پوهاوي د کمېټې مسؤل, مولوي صدیق الله قریشي او یو شمېر نورو مسؤولینو په شتون کې رسماً پرانستل شو.
د دې پنډغالي د پرانستې په مراسمو کې، الحاج ملا نورالدین ترابي وویل, چې د افغانستان اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ټولو آسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی. هغه زیاته کړه چې په دې پنډغالي کې د هغو هېوادوالو لپاره چې په اجباري توګه اېستل شوي، ټول لومړني امکانات په معیاري ډول برابر شوي دي.
ورپسې، د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس قاري نورالدین رستم‌خېل څرګنده کړه, چی ننۍ غونډه په دې باره کی ده چي د عالیقدر امیر المؤنین حفظه الله لخوا ټولو وزارتونو ته هدایت سوې وو چي ټول وزیران او عمومې رئیسان دې د خپلو امکاناتو سره سم په تورخم او بولدک کی د مهاجرینو ورونو سره هر نوع همکارۍ وکړئ نو د عالیقدر امیر المؤمنین د دې حکم د تعمیل په منظور موږ د کابل څخه دخپلی اداری ۸۰ نفره کار مندان سره د ۴۰۰ خیمو او نورو اړینو امکاناتو عمری کیمپ ته راغلو او دلته په عمري کیمپ کی د ننګرهار والي صاحب موږ ته د کیمپ لپاره ځانګړې سیمه را معلومه کړل او موږ په معیاري او سټنډرډ ډول د یوه کیمپ د جوړیدو افتتاح وکړل چي دا دې د یوې اونۍ په اوږدو کې ۸۰ کسه کارمندانو او تقریبا ۳۰۰ مزدورانو شپه او ورځ خدمات ترسره کړه چي نن  یوه اونۍ وروسته زموږ دکیمپ ټول کار سرته ورسیدې او نن یې موږ افتتاح کوو. په دې کیمپ کې موږ لاندې عمده کارونه تر سره کړل: 

۱: د مسلکی ماهرینو په ذریعه شاوخوا ۴۰۰ خیمې په معیاري او سټنډرډ ډول لګول.
۲: د ګدام لپاره یوه غټه خیمه (ربحال) لګول.
۳: پر شپږو فرعې سړکونو باندې کرش اچول چي ټوله سړکونه ۱۳۲۰۰ متره مربع ته رسیږې. 
۴: دهر سړک پر دواړو طرفونو باندې لښتی کښل  او په قطري سسټم ۳۰۰ نهالان پکښی ایښول. 
۵: دهرو لسو خیمو لپاره یوه پایه داوبو ټانکې نصبول
۶: دهرو لسو خیمو لپاره یو معیاري کچره دان نصبول.
۷: د ټول کیمپ لپاره یو معیاري کلینیک جوړل.
۸: د ټول کیمپ څخه اضافه خاورې، ډبرې او نور فالتو مواد د موټرانو په ذریعه انتقالول.   
۹: هرې خیمې ته برق وروستل او ګروپ پکښې لګول.
۱۰: شاوخوا پر ټول کیمپ باندې جال نصبول او زرغونه پرده باندې راګرځول.
۱۱: د مهاجرینو درهنمایې لپاره ځای پر ځای لوحې او بنرونه نصبول.
۱۲: مردانه او زنانه سیار تشنابونه په معیارۍ ډول نصبول او پر زنانه تشنابو باندې زرغونه پرده راګرځول.

همداراز، د عمري کمپ مسؤول محمد هاشم میوندوال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي څخه مننه وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت د هغو افغانانو لپاره چې بېرته هېواد ته راستنېږي، د ژوند په ټولو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي. هغه زیاته کړه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري جوړ شوی پنډغالی ډېر معیاري دی او ټولې اړینې اسانتیاوې پکې موجودې دي.
د مراسمو په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له ټولو هغو کارکوونکو څخه قدرداني وشوه چې په دې کمپ کې یې د خدمت چاري سرته رسولې دي
غوڼده کارکونکو ته په نغدی تحفو ورکولو او دعا سره پای ته ورسیدل.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۲۴ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .