له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د سرپل ولایت د اداري چارو تر لیدلو وروسته د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ولایت د مرستیال والي سره یې وکتل

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۲۲:۱۱
news image

نن ورځ  پنج شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د هېواد یو شمېر ولایتونو ته د دې ادارې د ولایتي ریاستونو د اداري چارو د سمون په موخه د خپل سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته ورسیدی او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یی لیدنه او د هغوی د کاري بهیر څخه یې څارنه وکړه.
محترم ترابي صاحب د یاد ریاست له هر یو کارکوونکي سره په جلا جلا توګه وکتل، د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او مشورې یې واورېدې او ټول کارکوونکي یې پر وخت او اغېزناکه خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول.
همداراز، ترابي صاحب په بلخ ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له ګدام څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو مسؤولینو ته یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ساتنې، تنظیم او ترتیب، نظم رامنځته کولو او د اړتیا پر بنسټ اړمنو خلکو ته د اړینو توکو د وېش په اړه لازمې لارښوونې وکړې. همدارنګه, ترابي صاحب ولایتي ریاستونو ته د ټولو تقنیني سندونو د رسېدو، د سند په مفهوم د پوهولو، سند د اړونده رئیس تر نظر تېرولو، د سند عملي کولو او په دوسیوو کې د ټولو اسنادو له ساتنې څخه څارنه وکړه.
همداراز, ترابي صاحب د ټولو نشراتي موادو څخه په ښه توګه د ګټې اخیستنې د بهیر او په یاد ولایت کې د تر کار لاندې پروژو څخه هم په هر اړخیزه توګه څارنه وکړه. 
د یادونې وړ ده چې څه موده مخکې, د مرکز څخه ټولو ولایتونو ته د کاري بهیر د څارنې او ارزونې لپاره هیئتونه لېږل شوي وو چې دغو هیئتونو د ولایتونو څخه ځینې ځینې نیمګړتیاوې په ګوته کړې وې او د ادارې د سرپرست لخوا له مرکز څخه ټولو ولایتونو ته په متحدالمال ډول د یو مکتوب په ذریعه د هغو نیمګړتیاوو یادونه شوې وه او ولایتي ریاستونو ته د دغو نیمګړتیاوو د پوره کولو په پار لازمې لارښوونې شوې وې او اوس مهال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د دغو نیمګړتیاوو د پوره کولو په منظور د یاد ولایت د خدمتونو وړاندې کولو له کاري بهیر څخه هر اړخیزه څېړنه وکړه.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست د دې سفر موخه د ولایتي کارکوونکو د نظرونو، ستونزو او وړاندیزونو ترلاسه کول، د دفترونو تنظیمول، یو منظم کاري چاپیریال رامنځته کول، د ولایت له مقام سره د بشپړې همغږۍ رامنځته کول، د اسنادو د آرشیف په ښه توګه تنظیمول، د معیاري ګدامونو جوړول ، د نیمګړتیاوو ډکول او د وقایوي پروژو پلي کول دی.
د دې ترڅنګ، محترم ترابي صاحب د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د مرستیال والي محترم مولوي نورالهادي ابو ادریس سره هم وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د پېښو د مدیریت څرنګوالي، زیانمنو خلکو ته پر وخت رسیدنې او د خطرونو د کمولو لپاره د وقایوي پروژو پر پلي کولو بحث وکړ.  
په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کارکوونکي له مراجعینو سره نیک چلند کولو، د کارونو پر وخت او بې له ځنډه ترسره کولو، د بیت‌المال په سمه توګه کارولو او اداري اصول رعایت کولو ته وهڅول او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د خلکو خدمتګاران واوسي او د هېواد د پرمختګ لپاره له خپلې مسلکي پوهې څخه ګټه واخلي. همدارنګه نوموړي هغوی ته نقدي مرستې هم وویشلې.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۱۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹ داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس د لارښوونې پر بنسټ، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په اچین، سپین غر او خوګیاڼیو ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۵۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او په آسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د څلور لکه او شپاړس زره او درې سوه او دوه نوي (۴۱۶,۳۹۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن ورځ دوشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې په آسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (CWSA) له رئیس،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې 

د پکیتا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست دWFP  دفتر په ملاتړ او د AWCPO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د یاد ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې ۱۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .