له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د بریتانیا هېواد له چارسمبالي سره وکتل 

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۷:۵
news image

نن سهار پنجشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان لپاره د بریتانیا هېواد له چارسمبالي رابرټ چترتن ډيکسن او د یاد هېواد له قونسل آډم رادکلیف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو لېوالتیاوو او د پېښو مدیریت په اړه یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې ترابي صاحب وویل چې زموږ اساسي دنده د خلکو بشري وضعیت ته رسېدنه ده او دا کار د نړۍ همکاریو ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید افغانستان په دې برخه کې یواځې پرېنږدي، ځکه افغانستان د نړۍ د یوې برخې په توګه د امنیت په ټنګښت، له دې جغرافیا نه نړۍ ته د هېڅ ډول ګواښ نه پېښېدو او د کوکنارو د کښت له منځه وړلو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي، چې باید نادیده و نه ګڼل شي.
ترابي صاحب همدارنګه د چارسمبالي له خوا د ادارې د لومړیتوبونو په اړه د مطرح شوي پوښتنې په ځواب کې وویل چې موږ په دوو اساسي برخو کې همکاریو ته اړتیا لرو: لومړی، بنسټیز او وقایوي کارونه، او دویم، زیانمنو ته په بېړه سره رسېدنه، نوموړي زیاته کړه چې موږ د زیانمنو لپاره ۹ قلمه خوراکي توکو او ۵ قلمه غیر خوراکي توکو ته اړتیا لرو، چې د برابرولو لپاره یې زموږ هڅې دوام لري او له تاسو هم غواړو چې د خپلو کاري اصولو په چوکاټ کې له موږ سره مرسته وکړئ.
په ورته وخت کې، د بریتانیا هېواد چارسمبالي چترتن ډيکسن، له ترابي صاحب څخه د لیدنې لپاره مننه وکړه او ویې ویل چې نړیواله ټولنه د افغانستان سره د تعامل په لټه کې ده، ځکه دا هېواد د نړۍ یوه برخه ده. نوموړي زیاته کړه چې زه د دې ادارې د کارونو له ځلېدو څخه خبر یم او له مرستندویه ادارو سره ستاسو د همکاریو په پار مننه کوم او موږ غواړو چې افغانستان د بشري ډیپلوماسۍ په برخه کې د نړۍ د هېوادونو په سر کې وي.
چارسمبالي ووېل چې موږ مخکې هم د مرستندویه ادارو له لارې د پېښو له امله زیانمنو ته رسیدنه کړې او دا لړۍ به د پېښو په صورت کې دوام ومومي. نوموړي دا هم وویل چې د بریتانیا هېواد د کډوالۍ نړیوالې ادارې (IOM) سره د جبري اېستل شویو کډوالو لپاره ۷.۵ میلیونه ډالر مرسته کوي.
ښاغلي رابرټ چترتن وویل چې موږ د یوه باثباته، پرمختللي او آباد افغانستان لپاره هیله مند یو.
د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې، د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس قاري نورالدین رستم خېل، د دې ادارې د ماین پاکۍ د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل هغه هېوادونه چې پخوا یې په افغانستان کې فعالیتونه درلودل، باید له خپلو ژمنو سره سم، له هغو سیمو چې پخوا یې ګټه ترې اخیستې، د ناچاودو توکو د پاکولو په برخه کې همکاري وکړي.

نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۱۲ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۰:۴۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او HHAO مؤسسې ترمنځ د یو سل او اویا زره او شپږ سوه اتیا (۱۷۰,۶۸۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن چهارشنبه ماسپښين، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د HHAO  مؤسسې له مرستیال، محترم سیف‌الله خان سره، په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۲۳
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د روسیې د فدراتیف جمهوریت له سفیر سره وکتل

نن ورځ چهار شنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د روسیې د فدراتیف جمهوریت له سفیر، محترم دیمیتري ژیرنوف او د هغه له پلاوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۲۱
Background image

د یونیسف او د کډوالۍ نړیوال سازمان مسؤلینو د نیمروز ولایت د پل ابریشم په سیمه کې د دې ادارې له پنډغالي څخه لیدنه وکړه

د نن سه‌شنبې ماسپښین، د یونیسف دفتر او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) مسؤلینو له ایران څخه را اېستل شویو اجباري راستنېدونکو لپاره د جوړېدونکي پنډغالي د بهیر څخه لیدنه وکړه او د داخلي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .