له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین د نورستان له والي سره وکتل

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۵۲
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د دې ادارې د تخنیکي، مسلکي، فني، اداري او مالي برخو له متخصصینو او انجنیرانو څخه جوړ پلاوي په مشرۍ نورستان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د نورستان له والي، الحاج قاري زین‌العابدین عابد سره، د نورستان ولایت له پېښو د مبارزې آمادګۍ رئیس, مولوي سیف‌الله خالد په شتون کې لیدنه او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې، د پېښو چارو د همغږۍ معین, د پېښو مدیریت کې د سیمه‌ییزو چارواکو د هڅو قدرداني وکړه او څرګنده یې کړه چې د دې سفر موخه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د فعالیتونو ارزونه، د اسلامي امارت د مشرتابه د عالي مقام د فرامینو، احکامو او مکاتیبو تعقیب، د مالي او اداري چارو څارنه، د وقایوي پروژو ارزونه، د مرستو د وېش بهیر څارنه، او د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل دي.
محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) وویل، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده چې د خپلې قانوني دندې او صلاحیتونو په چوکاټ کې، د وقایوي پروژو په تطبیق، زیانمنو ته د بیړنیو مرستو برابرولو، او د طبیعي پېښو د مدیریت د کیفیت لوړولو لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي. نوموړي ژمنه وکړه چې د ناستې پر مهال په شریکې شوې ستونزې به د ادارې له مشرتابه سره شریکې کړي او د اغېزمنو اقداماتو لپاره به لازم ګامونه پورته کړي.
په دوام کې، د نورستان والي د معین صاحب او پلاوي سفر د ارزونې، څارنې او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې ارزښتناک وباله او د دا ډول سفرونو د دوام غوښتنه یې وکړه. هغه نورستان ولایت په درېیو حوزو ختیځ حوزه: برگ‌متال، کامدیش، وایګل, لویدیځ حوزه: نورگرام، مندول، دوآب, مرکزي حوزه: واما، کانتیوا او پارون باندې ووېشه.
د نورستان والي وویل، د دغو حوزو ترمنځ د ترانسپورت نشتوالي له امله خلک اړ دي چې د ولایت مرکز ته د رسېدو لپاره له څو نورو ولایتونو واوړي. هغه د رسمي استازولیو او ځانګړو ګدامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه، ترڅو خوراکي او غیر خوراکي مرستې پکې زېرمه شي.
والي صاحب همداراز، د نورستان جغرافیایي زیان‌من حالت ته په اشارې سره د وقایوي پروژو تطبیق او د بیړنیو مرستو رسولو ته جدي پاملرنه وغوښته، او زیاته یې کړه چې پخوا محترم حاجي ترابي صاحب د بېړنیو مرستو په رسولو کې مهم رول ادا کړی چې د خلکو د خوښي لامل شوی و.
په دوام کې، د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس د ولایت د وروستیو پېښو، په ځانګړي ډول د اورلګېدنې د زیانونو راپور وړاندې کړ او د مرکز لخوا د بېړنیو اقداماتو او ملاتړ غوښتنه یې وکړه.
د پېښو چارو د همغږۍ معین صاحب د ناستې په پای کې ډاډ ورکړ چې ټول وړاندیزونه، اړتیاوې او اندېښنې به د اسلامي امارت عالي له مقام سره شریکې کړي او د نورستان ولایت د پېښو د مدیریت د ښه‌والي لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي. هغه ژمنه وکړه چې بشري مرستې به د احتیاطي تدبیر په توګه، د ټاکل شوې سهمیې له مخې، د لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو له لارې زیانمنو ته ورسوي.
محترم معین صاحب، وروسته د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ له رئیس او کارکوونکو سره هم وکتل، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او هغوی یې اغېرمن، پر وخت او متعهد خدمت ته وهڅول.
په پای کې یې ټینګار وکړ چې کارکوونکي باید له مراجعه کوونکو سره نیک چلند ولري، خپل کارونه پر وخت او بې له ځنډه ترسره کړي، د بیت‌المال په مصرف کې شفافیت، اطاعت، امانت‌داري، دقت او استقامت مراعت کړي. هغه زیاته کړه چې ټول کارکوونکي باید د خلکو واقعي خادمان وي او خپل مسلکي پوهه د هېواد د پرمختګ لپاره وکاروي.
د یادونې وړ ده، چې تخنیکي پلاوي د یادو موضوعاتو د ارزونې عملي کارونه پیل کړي دي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .