له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او HHAO مؤسسې ترمنځ د یو سل او اویا زره او شپږ سوه اتیا (۱۷۰,۶۸۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۰:۴۷
news image

نن چهارشنبه ماسپښين، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د HHAO  مؤسسې له مرستیال، محترم سیف‌الله خان سره، په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
د ناستې په پیل کې، محترم ترابي صاحب، د HHAO مؤسسې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، او د یادې مؤسسې له مرستو او همکاریو څخه یې قدردانۍ وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې که چیرې د یادې مؤسسې په فعالیتونو کې هر ډول ستونزه پېښه شي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره چمتو ده چې د حل لپاره یې پوره همکاري وکړي. همداراز، نوموړي له مسئولینو وغوښتل چې له زیانمنو افغانانو سره خپلې مرستو ته دوام ورکړي.
په دوام کې، د HHAO مؤسسې مرستیال، محترم سیف‌الله خان، د نوې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د دې پروژې بودیجه د UN Women له‌خوا تمویلېږي او د HHAO له‌خوا به پلي شي. نوموړي د تفاهم‌نامې د لاسلیک په برخه کې د یادې ادارې له همکارۍ او چټک اقدام څخه مننه وکړه، او د یادې پروژې د پلي کولو لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې یې د ادارې له رهبرۍ څخه قدرداني وکړه.
د یادونې وړ ده چې د دې تفاهم‌نامې له مخې، یوه پروژه به ټولټال د یو سل او اویا زره او شپږ سوه اتیا (۱۷۰,۶۸۰) ډالرو په ارزښت د فاریاب ولایت په څلورو ولسوالیو بلچراغ، ګرزیوان، المار او خواجه سبزپوش کې پلي شي. د دې پروژې له مخې به، ۱۰۰۰ کورنیو ته، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي، نغدې مرستې ورکول کېږي، هغو کورنیو ته چې ښځې یې سرپرستې وي، هرې کورنۍ ته د WFP له‌خوا ۱۸۰ ډالر ورکول کېږي او هغو کورنیو ته چې نارینه یې سرپرست وي، هرې کورنۍ ته ۱۵۰ ډالر ورکول کېږي.
سربېره پر دې، د HHAO مؤسسې له‌خوا به هم دغو ټولو کورنیو ته ۱۱۰۰ افغانۍ نغدې مرسته ورکول کېږي.
تر دې پروژې لاندې، د نغدو مرستو تر څنګ، د پوهاوي او روزنې فعالیتونه هم ترسره کېږي، چې لاندې برخې په کې شاملې دي:
د ۷۰ تنو لپاره به د بیړنیو حالاتو پر وړاندې د چمتووالي او د عملیاتي پلانونو د ترتیب په موخه څلور ورځنی ورکشاپ ترسره کېږي؛
د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو په اړه به مجلې چاپ او قرطاسیې او بروشورونه ووېشل شي؛
د ۳۰ تنو ذینفعانو لپاره به یو ځانګړی ورکشاپ ترسره شي؛
د عامه پوهاوي په موخه، د یو میاشتې لپاره د راډیویي او مطبوعاتي پیغامونو خپرول، ترڅو خلک د طبیعي پېښو پر وړاندې چمتووالی ولري.

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۵۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او په آسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د څلور لکه او شپاړس زره او درې سوه او دوه نوي (۴۱۶,۳۹۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن ورځ دوشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې په آسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (CWSA) له رئیس،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې 

د پکیتا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست دWFP  دفتر په ملاتړ او د AWCPO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د یاد ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې ۱۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۳۴
Background image

د  بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خنجان ولسوالۍ کې د ورستیو سېلابونو له امله د تړل شوي عمومي سړک د بیرته خلاصولو چارې بشپړې کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د باجګاه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .