له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او ورلډ ویژن نړیوالې موسسې ترمنځ د ۲۰۰,۱۶۳ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱:۵۹
تصویر خبر

نن ورځ پنج شنبه، له غرمې مخکې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د ورلډ ویژن نړیوالې موسسې د پروګرامونو له رییس لیونارد ایسن سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه
په پیل کې، ترابي صاحب د یادې موسسې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د بشردوستانه پروژو په چټک او شفاف تطبيق يې ټينګار وکړ او ويې ويل چې د هېواد خلک زياتو مرستو ته اړتيا لري او موسسې بايد له خپلو ډونرانو څخه د لا زياتو مرستو په ترلاسه کولو کې زياتې هڅې وکړي.
په عین حال کې، د يادې موسسې د پروګرامونو رییس ليونارد ايسن د يادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، په پام کې نیول شوې ده چې دغه پروګرام به د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې پلی شي، چې له امله به يې هغه کسانو ته چې د کار کولو وړتیا ولري د عامه ګټو د کارونو په بدل کې به نغدي مرستې ورکړل شي او هغه کسان چې د کار کولو وړتیا نه لري، نغدي مرستې به ورته ترسره کېږي.
د یادولو وړ ده، چې د دغې تفاهم نامې له مخې به د کار کولو توان لرونکو کسانو او د کار توان نه لرونکو کسانو ته د ۲۰۰,۱۶۳ ډالرو په اندازه نغدي مرستې ورکړل شي، په دې ډول چې د قیصار ولسوالۍ ۲۷۵ اړمنو کورنیو ته په پنځو دورو کې، هرې کورنۍ ته ۲۱۴ ډالر او په همدې ولسوالۍ کې به ۲۷۲ کورنیو ته د درېیو میاشتو په موده کې به د عامه ګټو د کار په بدل کې ٢٥٦.٨ ډالره ورکړل شي.
د يادونې وړ ده، چې په دې پروژه کې د کارګرانو لپاره د کاري وسايلو برابرول هم شامل دي.

نیټه: ۱۴۴۶/۱۰/۱۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .