له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د میشناېسټ موسسې تر منځ د شپږ سوه شپږ اتیا زره او اووه سوه څلور دېرش (۶۸۶,۷۳۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن یکشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د میشناېسټ نړیوالې موسسې د افغانستان د دفتر له مسؤل محترم سبراتادي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهمنامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې غونډه کې ترابي صاحب د یادې موسسې د تېرو فعالیتونو قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ، چې موسسې باید د بشري مرستو د دوام تر څنګ، په تدریجي ډول د دغو مرستو بڼه په بنسټیزو پروژو بدله کړي. نوموړي د خلکو د اړتیاوو کچې په یادولو سره د دې بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ او د دې پروسې د شفافیت غوښتنه یې هم وکړه.
ورپسې ښاغلي سبراتادي د دې لیدنې لپاره د وخت د برابرېدو له امله خوښي څرګنده کړه او د یادې پروژې په اړه یې معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل چې د دې پروژې په چوکاټ کې به د تخار ولایت په درېیو ولسوالیو کې د زیانمنو خلکو لپاره د کورونو د جوړولو او د ترمیم په موخه نغدي مرستې برابرې شي.
په پای کې د دواړو خواوو تر منځ ټولټال د ۶۸۶,۷۳۴ (شپږ سوه شپږ اتیا زره او اووه سوه څلور دېرش) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې ټاکل شوې ده د تخار ولایت په فرخار، چال او اشکمش ولسوالیو کې به ۲۰۰ کورنیو ته د کورونو د ترمیم په موخه او ۱۸۰ کورنیو ته د کورونو د جوړولو په موخه نغدي مرستې ووېشل شي. همدارنګه هغو کورنیو ته چې کورونه یې په جزوي ډول ویجاړ شوي، هرې کورنۍ ته به د ساختماني کار وسایلو د اخیستو لپاره ۵۰ ډالر وېشل کېږي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره