له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د توحید د ټولنیزو او پراختیا چارو مؤسیسې ترمنځ ۶۲۷۷۵ (دوه شپیته زره اوه سوه پنځه اویا) ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک سوه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۲:۳۸
news image

نن ورځ پنج شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي   د توحید ټولنیزو او پراختایې چارو مؤسیسې د رئیس نوید احمد احمد او د پروژې د مدیر احمدشاه پاڅون سره په خپل کاري دفتر کي وکتل. 
ښاغلې ترابي صاحب له هرڅه مخکي د TSDO مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چي مؤسیسات باید په خپلو کارو کي پوره شفافیت راولي ترڅو زیانمن شوي کورنیو ته پر وخت مرستي ورسیږي.
همداراز ترابي صاحب د ټولو مؤسیساتو څخه وغوښتل چي د ژمني موسم په راتګ سره خپلي مرستي روانې وساتي.
دیادوني وړ ده چي د ۶۲۷۷۵ (دوه شپیته زره اوه سوه پنځه اویا) ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو چي له مخي به یې د کابل، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بامیان، دایکندي، پکتیا، پکتیکا، خوست،لوګر، میدان وردګ او غزني ولایتونو کي او همدارنګه د غور ولایت د لعل او سرجنګل په ولسوالیو کي دطبعي پېښو په صورت کي د WFP تر منظورۍ ورسته ۳۱۰۷  کورنیو ته خوراکي مواد ویشل کیږې چي هري کورنۍ ته به ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۸،۲ غوړي، ۲۵ کیلو دال، ۲ کیلو مالګه، درې کیلو LNS دتغذي لپاره او ۶ کیلو WSB مواد د شیدو ورکونکو ښځو لپاره ورکول کیږي.

نیټه: ۱۴۴۶/۷/۸ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

news image

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۵۸
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، UNICEF، د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې او د PUIMI موسسې په همکارۍ، د یاد ولایت د برګمتال ولسوالۍ په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې درې فیره ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی شول

د کابل ولایت د ولسوالیو له استازو سره د پېښو د مدیریت، وقایوي پروژو او په چاودېدونکو توکو د ککړو سیمو د ارزونې په اړه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د محترم مقام د غونډې د پرېکړې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د زابل ولایت په مرکز قلات کې د توپ یوه ناچاوده مرمۍ کشف او خنثی شوه

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د هلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې (THT) د چټک غبرګون (QR04)نمبر ټیم، د زابل ولایت د مرکز قلات په ظریف مانده کلي کې د سروې او څېړنې پر. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .