له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن‌اېډ موسسې ترمنځ د ۶۹۴,۴۲۸ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه 

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۶:۳۵
news image

نن ورځ د سه‌شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د اکشن‌اید موسسې له رئیس، سری کانتا میسرا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې غونډه کې، ترابي صاحب د ښه راغلاست ترڅنګ ووېل چې موږ هڅه کوو ترڅو خلکو ته په ښه توګه خدمتونه وړاندې کړو او هغوی ته مرستې ورسوو، هغه وویل چې سربېره پر دې چې د مرستندویه موسسو ملاتړ کوي، هغوی هڅوي چې د خلکو د ستونزو د کمولو لپاره زیاته بودجه په پام کې ونیسي. همدارنګه یې ټینګار وکړ چې دا ژمنۍ مرستې دي او باید د پلي کولو په برخه کې چټکتیا رامنځته شي.
ترابي صاحب وویل چې افغانستان د خپل جغرافیايي موقعیت له امله د طبیعي پیښو پر وړاندې زیانمنونکې هېواد دی او اړتیا ده چې وقایوي پروژې پلي شي. هغه له موسسو وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
وروسته، د اکشن‌اید موسسې رئیس سری کانتا میسرا، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست څخه د همکارۍ لپاره مننه وکړه او د پروژې په اړه د وضاحت ورکولو پر مهال یې ووېل چې دا پروژه د UN_OCHA د دفتر په مالي ملاتړ د اکشن‌ایډ موسسې له لارې د ۶۹۴,۴۲۸ ډالرو په ارزښټ به په کابل او غور ولایتونو کې ۱,۷۴۰ کورنیو ته د نغدي او ژمنۍ مرستو په وېش سره پلي کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د دې تفاهم نامې پر بنسټ، د ۶۹۴,۴۲۸ ډالرو په ارزښت به د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې ۱۰۲۰ کورنیو ته او د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالیو کې ۷۲۰ کورنیو هرې یوې ته ۲۷۴ ډالر د سون توکو او ژمنۍ جامو پېرلو لپاره ورکړل شي، او همدارنګه هرې کورنۍ ته به د ۵۷ ډالرو په ارزښت ۵ تختې (یوه دوه کسیزه او ۴ یو کسیزه) کمپلې ووېشل شي. 

نېټه:۱۴۴۶/۹/۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۱۳
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د نه لکه یو څلوېښت زره نه سوه او نه څلویښت (۹۴۱,۹۴۹) امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ یک شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د ژغورنې نړیوالې کمېټې د مرستېال او د پروګرامونو د مسؤل بوستان فهیم، د نړیوالو اړیکو د مسؤل احمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱
Background image

د نورستان په وانت ولسوالۍ کې د سربند او محافظوي دیوال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي 

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو تخنیکي او مسلکي پلاوي، د یاد ولایت د وانت ولسوالۍ په شنیګل کلي کې د سربند او محافظوي دیوال جوړېدو د پروژې له روانو چارو څخه، چې له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۸
Background image

د پروان ولایت په شیخ علي ولسوالۍ کې د فرعي سړک د پاکولو چارې بشپړې شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام په لارښوونه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شیخ علي ولسوالۍ د ترویج درې فرعي سړک د پاکولو او بېرته فعالولو چارې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .