له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ځوانانو د خدماتي موسسې ترمنځ د ۴۳۳,۵۶۷ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه 

tamim_azimi
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۲۱:۱۲
news image

نن ماسپښين د پنجشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغان ځوانانو د خدماتي موسسې له اجرائیه رئیس، انجنیر عبدالحبیب تحریک سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
ترابي صاحب د دې غونډې په پیل کې، د یادې موسسې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او څرګنده یې کړه چې د موسسو د فعالیتونو په اړه زموږ نظر دا دی، چې د هغوی کارونه باید ژر تر ژره ترسره کړو، ترڅو د دوی له لارې خلکو ته ژر تر ژره مرستې ورسېږي. نوموړي زیاته کړه چې د سروې او د مرستو د وېش په پروسه کې زموږ ټیمونه له شته امکاناتو سره چمتو دي چې په ولایتونو کې له موسسو سره همکاري وکړي.
 ۱۶ ورته مهال، د یادې موسسې اجرائیه رئیس انجنیر عبدالحبیب تحریک، د دې موسسې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دا مهال موږ په ولایتونو کې پروژې لرو او په بېلابېلو برخو لکه د پوهنې، روغتیا، تغذیه او نورو برخو کې کار کوو. هغه د ادارې د سرپرست له لوري له رامنځته شویو آسانتیاوو مننه وکړه او ویې ویل چې موږ ستاسې له همکارانو سره په څو ولایتونو کې ګډ کار کړی او پروژې مو په بریالیتوب سره پلي کړي دي.
په پای کې، دواړو لوریو د ۴۳۳,۵۶۷ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک کړه. د دې تفاهم‌نامې له مخې، ټاکل شوې چې یاده موسسه به د کونړ ولایت په چپه دره، ډانګام، دره‌پیچ او غازي‌آباد ولسوالیو کې ۱۰۱۵مستحقو کورنیو ته په څلورو پړاوونو کې مرستې ووېشي؛ چې هرې کورنۍ ته به ۵۰ کیلو اوړه، ۴ لیټره غوړي، ۴ کیلو دال او نیم کیلو مالګه ووېشل شي. همداراز، ۳۰۴۰ هغو کورنیو ته چې د سېلابونو له امله یې کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې، اصلاح شوي تخمونه او د بڼوالۍ یوه بسته توکي (بیل، کلنګ، او بیلچه) هم وېشل کېږي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۷ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له بهیر څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ د مسته‌چینې، فرمان، میاخېل، تنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (QR-09) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د المش کلي په سیمه کې ناچاوده توکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .