له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د iMMAP نړیوالې موسسې ستاینه وکړه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۲۰:۱۷
new image

نن ورځ دوشنبې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د iMMAP نړیوالې موسسې څخه د همکاریو او تخنیکي ملاتړ، په هېواد کې د طبیعي پېښو د مدیریت په لړۍ کې د معلوماتو او ظرفیت جوړونې په موخه ستاینه وکړ.
د iMMAP موسسې په وروستیو کلونو کې د هېواد په پنځو بېلابېلو زونونو کې د تحلیلي معلوماتو په برابرولو، د همغږیو د بهیر په آسانولو او د روزنیزو پروګرامونو په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی او په ټوله کې د دې ادارې یو له ژمن او فعاله همکارانو څخه دی.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د IMMAP د پرله پسې همکاریو د قدردانۍ په ترڅ کې د پېښو پر وړاندې د ځواب وینې د بهیر د ښه والي او د سیمه ییزو ټولنو د آمادګۍ په برخه کې یې د دغې موسسې هڅې ارزښتمنې وبللې او د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
له همدې امله، د دې ادارې لخوا د IMMAP موسسې استازي ته تقدیر نامه ورکړل شوه او له کاري ټیم څخه يې په افغانستان کې د بشردوستانه خدمتونو په وړاندې کولو کې د لا بریالیتوب هیله وکړه.

نېټه: ١٤٤٦/١١/١٤ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳۴
Background image

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۳۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د واما ولسوالۍ ۱۸۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .