له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د پروان ولایت له سېلاب ځپلو سیمو څخه د لیدنې په ترڅ کې، په داسې حال کې چې د پروان ولایت د مرستیال والی، الحاج مولوي ابوالوفا عثماني، د سیاګرد ولسوال الحاج مولوي عبدالمعروف حقجو او یو شمېر سیمهییزو مسؤلینو هم شتون درلود، د سیاګرد ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل او ځانګړې ناسته یې ترسره کړه.
په دې ناسته کې قومي مشرانو د وروستیو سېلابونو له امله اوښتو زیانونو ته په اشارې سره، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې څخه وغوښتل چې سېلاب ځپلو کورنیو ته بېړنۍ بشري مرستې ورسوي او همدارنګه د بیارغونې، د سړکونو، پلونو، استنادي دېوالونو، د اوبو لګولو کانالونو جوړولو، د سیندونو د غاړو د استحکام او د راتلونکو قدرتي پېښو د مخنیوي لپاره د بنسټیزو او دوامدارو اقداماتو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
الحاج ملا نورالدین ترابي د قومي مشرانو د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته وویل، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره به د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې له زیانمنو کورنیو ملاتړ وکړي او د خلکو غوښتنې به له اړوندو ادارو سره شریکې کړي، ترڅو د ستونزو د دوامداره حل لپاره عملي ګامونه پورته شي.
نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت موخه خلکو ته خدمت او د هغوی ستونزو ته رسېدنه ده، او هېڅ زیانمنه کورنۍ به یوازې نه پرېښودل کېږي. هغه ډاډ ورکړ چې د سروې، د مرستو د وېش او د بیارغونې د پروګرامونو بهیر به په همغږۍ او شفافیت سره پر مخ یووړل شي، او همدارنګه به د سېلابونو له امله د خطرونو د کمولو په موخه د وقایوي پروژو پلي کولو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د ناستې په پای کې قومي مشرانو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مشرتابه له شتون، خواخوږي او ژمنې څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د خلکو ستونزو ته به په عملي ډول رسېدنه وشي.
