د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د زلزله ځپلو د لنډمهاله هستوګنې لپاره د خېمو د درولو بهیر دوام لري

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۹:۵۳
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له تېرې ورځې راهیسې، د خپلو شته امکاناتو په کارولو او د همکارو ادارو په ملاتړ، په کونړ ولایت کې د هغو زلزله ځپلو لپاره چې کورونه یې بشپړ نړېدلي او یا د نورو زلزلو له ګواښ سره مخ دي، د لنډمهاله هستوګنې برابرولو په موخه د خېمو د درولو بهیر پیل کړی.
د یادې ادارې مرکزي او ولایتي کارکوونکي نه یوازې د لټون او ژغورنې د عملیاتو، د ټپیانو د لېږد، روغتیايي خدمتونو، د ګرمو خوړو د وېش او په نورو چارو کې فعاله ونډه لري، بلکې د نورګل، څوکۍ او خاص کنړ ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کې د زلزله ځپلو لپاره د لنډمهاله هستوګنې برابرولو هڅه هم کوي، ترڅو د خپلو هېوادوالو لپاره د سرپناه زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده، چې د خپلو همکارو ادارو سره یوځای به زلزله ځپلو ته پر وخت د خدمتونو وړاندې کولو لپاره تر وروستۍ شېبې پورې ولاړه وي.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .