د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARCI موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او ARCI موسسې په تخنیکي همکارۍ، د یاد ولایت په مرکز اسعدآباد او بېلابېلو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله ۵۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه، انرژي لرونکي چاکلېټ او WSB مواد ووېشل شول.
د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) څخه د دغو مرستو په پار مننه وکړه چې هغوی ته یې پر وخت دا مرستې ووېشلې.
نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره