د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۲۱:۱۷
تصویر خبر

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د WFP موسسې په مالي ملاتړ او د RRDPO موسسې په تخنیکي همکارۍ، د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو او مرکز اړوند ۳۶ کورنیو ته چې سروې یې مخکې ترسره شوې وه او مستحقې پېژندل شوې وې، یادو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه انرژي لرونکي چاکلېټ او WSB مواد ووېشل شول. 
ورته مهال له مرستو برخه منو له یاد ریاست او موسسې څخه مننه او خوښي څرګنده کړه او د اسلامي نظام د بقا لپاره یې دعا وکړه.

نېټه:۱۴۴۶/۶/۲۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۲۳:۷
Background image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٢٥ زیانمنو او بېوزله کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبعي پېښو له امله ٢٥ زیانمنو او ٢٠٠ بېوزله کورنیو ته د یاد ولایت په ازره ولسوالۍ کې خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل.
د یادونې وړ ده، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۲۵
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ١٠٠ زیانمنو او د شهیدانو کورنیو سره خوراکي مرستې وکړې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام په لارښوونه، د طبعي پېښو له امله ۱۰۰ زیانمنو، اود شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۰:۴۵
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰۰ زیانمنو کورنیو ته ژمنۍ البسې ووېشلې

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د AFV موسسې په مالي همکارۍ، د یاد ولایت په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې د تېرو بارانونو او سېلابونو له امله ۶۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .