د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېسیون له پرېکړې سره سم, د سپین بولدک او میوند ولسوالیو او د مرکز اړوند د ۱۰۰ شهیدانو او معلولینو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه, ۵۰ کیلو وریجې او ۲ ژمنۍ البسې ووېشل شوې, همداراز ۱۰ هغو کورنیو ته چې د اورلګېدو له امله زیانمنې شوي وې, هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه, ۲۵ کیلو وریجې, ۵ لیټره غوړي, ۶ تختې کمپلې, ۵ ژمنۍ البسې, ۲ جوړه څپلکې او ۱ پلاستیکي سطل ووېشل شو.
د یادونې وړ ده چې زیانمنو او معلولینو له دې مرستو خوښي څرګنده کړه او له خیریه بنسټونو یې وغوښتل چې د ژمي په فصل کې له هغوی سره نورې مرستې هم وکړي.
نیټه: ۱۴۴۶/۶/۲۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره