د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۵۰ راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالو چارو آمریت سره په همغږۍ، له ایران هېواد څخه راستنېدونکو ٤٥٠ کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته دوه بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۲/۲٦ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره