د کابل ولایت په کارت سخي سیمه کې ٣٠٠ کورنۍ د ډبرو له احتمالي زیانونو څخه وژغورل شوې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۱۴
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رییس، محترم الحاح ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د درېیمې ناحیې اړوند د کارته سخي سیمې په سخي زیارت شاته کلي کې ١٨ متره مکعب ډبرې، چې د یادې سیمې خلک یې له جدي ګواښ سره مخ کړي وو په خوندي توګه له منځه یوړلې. 

د یادو ډبرو په له منځه تللو سره د دې کلي ٣٠٠ کورنۍ، ځانونه او مالونه د ډبرو له احتمالي خطرنو څخه خوندي شول.

د یادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره تل په دې هڅه کې ده، چې د هېواد په بېلابېلو تر خطر لاندې برخو کې ورته وقایوي پروژې پلې کړي، تر څو د اړوندو سیمو اوسېدونکي له احتمالي زیانونو څخه خوندي شي.

نېټه: ۱۴۴۷/٧/٣ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .