د کابل ولایت په ده‌سبز ولسوالۍ کې د یوه چک‌ډیم د جوړولو کار پیل شو

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۵۵
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د ده‌سبز ولسوالۍ د خاص ده‌سبز په کلي کې د یوه چک‌ډیم د جوړولو کار پیل کړ. 

د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي نجیب‌الله انوري، د ده‌سبز ولسوال محترم حافظ محمد وفا، د کابل ولایت د مقام استازي او د سیمې یو شمېر مشرانو ګډون کړی و.

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ محترم رئیس د سیمه‌ییزو مسئولینو او خلکو له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې نن د داسې یوه چک‌ډیم د جوړولو د چارو د پیل شاهدان یو، چې په بشپړېدو سره به یې د موسمي سېلابونو له ګواښ څخه د ګڼ شمېر هستوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو ساتنه وشي، سربېره پر دې به د ځمکې لاندې د اوبو سرچینې او د څو چینو اوبه هم پیاوړې شي، نوموړي زیاته کړه، چې دغه چک‌ډیم به ۶۰ متره اوږدوالی، له ۴ تر ۵ مترو لوړوالی او ۲۰ متره پلنوالی ولري.

همداراز د ده‌سبز ولسوال د دغې پروژې له پرانیستې څخه خوښي څرګنده کړه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ یې وویل، چې دغه اداره تل په سختو ورځو کې د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او هر وخت چې خلکو مرستې ته اړتیا لرلې ده، لازمې رسېدنې ترسره شوې دي.

په همدې حال کې د سیمې خلکو هم د دې پروژې د چارو له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د دې پروژې پلي کېدل به د هغوی ګڼې ستونزې هوارې کړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۵۸
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، UNICEF، د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې او د PUIMI موسسې په همکارۍ، د یاد ولایت د برګمتال ولسوالۍ په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې درې فیره ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی شول

د کابل ولایت د ولسوالیو له استازو سره د پېښو د مدیریت، وقایوي پروژو او په چاودېدونکو توکو د ککړو سیمو د ارزونې په اړه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د محترم مقام د غونډې د پرېکړې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د زابل ولایت په مرکز قلات کې د توپ یوه ناچاوده مرمۍ کشف او خنثی شوه

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د هلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې (THT) د چټک غبرګون (QR04)نمبر ټیم، د زابل ولایت د مرکز قلات په ظریف مانده کلي کې د سروې او څېړنې پر. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .