د کابل ولایت په ده‌سبز ولسوالۍ کې د چیکډیم د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۹:۱۸
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د ده‌سبز ولسوالۍ د خاص ده‌سبز په کلي کې د چیکډیم د جوړولو له کار څخه څارنه وکړه. 

دغه چکډیم ۶۰ متره اوږدوالی، له ۴ تر ۵ مترو لوړوالی او ۲۰ متره پلنوالی لري او د جوړېدو موخه یې د سېلابونو د خطرونو کمول دي.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د چیکډیم د جوړولو چارې د پلان سره سم په چټکۍ پر مخ روانې دي او د یادې پروژې په پلي کېدو کې د سیمې خلک فعاله ونډه لري او هره ورځ ۶۰ تنه کاریګر د دې پروژې پر کارونو بوخت دي او په پایله کې د سیمې اوسېدونکو ته لنډمهاله کاري فرصتونه برابر شوي دي. 

ټاکل شوې ده چې د دې چکډیم په بشپړېدو سره به د سېلابونو له امله د ګڼ شمېر هستوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو د زیانمنېدو مخه ونیول شي. همدارنګه، دغه پروژه به د ځمکې لاندې د اوبو د زېرمو په پیاوړتیا او د سیمې د څو چینو د اوبو په ډېرېدو کې مهم رول ولوبوي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۵۸
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، UNICEF، د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې او د PUIMI موسسې په همکارۍ، د یاد ولایت د برګمتال ولسوالۍ په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې درې فیره ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی شول

د کابل ولایت د ولسوالیو له استازو سره د پېښو د مدیریت، وقایوي پروژو او په چاودېدونکو توکو د ککړو سیمو د ارزونې په اړه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د محترم مقام د غونډې د پرېکړې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د زابل ولایت په مرکز قلات کې د توپ یوه ناچاوده مرمۍ کشف او خنثی شوه

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د هلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې (THT) د چټک غبرګون (QR04)نمبر ټیم، د زابل ولایت د مرکز قلات په ظریف مانده کلي کې د سروې او څېړنې پر. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .