د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په استالف ولسوالۍ کې د استنادي دېوال د جوړولو کار پیل کړ

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۰
تصویر خبر

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د استالف ولسوالۍ په دهن ګذر کلي کې د سېلابونو د خطرونو او د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه د استنادي دېوال جوړولو د پروژې د بنسټ ډبره د یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې کېښوده.
دا پروژه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم پر بنسټ، د هېواد له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري تمویل او پلې کېږي.
د یادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د انجنیرانو لخوا په دهن ګذر کلي کې د زیانمنونکو سیمو سروې ترسره شوې وه، چې یاده سیمه د سېلابونو له خطر سره مخ پېژندل شوې وه او اوس مهال د یو میلیون افغانیو په ارزښټ په همدې سیمه کې د ۹۰ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال جوړولو د پروژې کار عملآ پیل شو. 
ورته مهال د سیمې خلکو له دې پروژې څخه خوښي څرګنده کړه او د نظام د بقا او ثبات لپاره یې دعا وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو او مرکز اړوند ۶۳ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه‌ګل دره کې د وروستۍ زلزلې له امله د ۱۸۱۸ شهیدانو، ټپیانو او زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست ګډې کمېټې، د خیریه بنسټونو، مؤسسو او خییرو کسانو په ملاتړ د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه‌ګل درې په بېلابېلو کلیو کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۱۶
Background image

د کنړ ولایت په دیوه ګل دره کې د وروستۍ زلزلې له امله د ۸۸۷ شهیدانو، ټپیانو او د زیانمنو شویو وارثانو ته خوراکي، غیر خوراکي او نغدي مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د ټولنیزو چارو ریاست د ګډې کمیټې کاري شریکانو، همکارو موسسو، خیریه بنسټونو او خیرخواهانو په ملاتړ، د کنړ ولایت د دیوه ګل درې په مختلفو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .