د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٤٠ کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د محترم مقام د لارښوونې له مخې، د دې ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې ٢٤٠ زیانمنو شویو کورنیو ته، له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ١ بورۍ ٥٠ کیلویي غنم، ١ بورۍ ٢٥ کیلویي وریجې او یوه بسته کورنۍ روغتیایي کېټ، چې ١٧ قلمه توکو پکې شتون درلود ووېشل شو.
نېټه: ١٤٤٦/١١/٢ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره