د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٧٠ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۵:۳
news image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IRC موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په ٣ او ٤ ناحیه کې ١٧٠ زیانمنو کورنیو ته چې سروې یې مخکې ترسره شوې وه، یادو کورنیو ته د خوراکي توکو او د ژمنیو جامو برابرولو لپاره نغدي مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۲۷۰۰ افغانۍ ووېشل شوې او دا مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د یادې موسسې تر منځ د یو هوکړه لیک له مخې تر سره شوې او د دې هوکړه لیک له مخې به یادو کورنیو ته ٣٢٠ امریکايي ډالر او یاهم د هغه معادل افغانۍ په ٨ پړاوونو کې ووېشل شي. 
ورته مهال د مرستو ترلاسه کوونکو له یاد ریاست او موسسې څخه مننه وکړه او د اسلامي نظام د بقا لپاره یې دعا وکړه.

نېټه:۱۴۴۶/۶/۲۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۶:۲۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډافا ماین پاکۍ موسسې تر منځ د ۳۷۸,۲۰۶ (درې سوه اته اویا زره او دوه سوه شپږ) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس او سرپرست، الحاج مولوي محمد علم عالمیار د افغانستان د ماین پاکۍ موسسې (ډافا) له رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د بادغیس ولایت د اداري چارو تر لیدلو وروسته د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ولایت د والي صاحب سره یې وکتل

نن ورځ  چهارشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د هېواد یو شمېر ولایتونو ته د دې ادارې د ولایتي ریاستونو د اداري چارو د سمون په موخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۴۷
Background image

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۸ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په یاد ولایت کې د اورلګېدنې له امله ۱۲۸ زیانمنو او بې وزله کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .