د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۲۰۶ کورنیو لپاره د خوراکي او غیرخوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۲:۴۴
تصویر خبر

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په شکردره ولسوالۍ کې د ۲۰۶ زیانمنو او اړمنو کورنیو لپاره د خوراکي او غیرخوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
په دې پروګرام کې چې د یاد ریاست رئیس مولوي نجیب الله انوري په مشرۍ ترسره شو، هرې کورنۍ ته یوه بورۍ اوړه ۵۰ کیلویي، یوه بورۍ وریجې ۲۵ کیلویي، ۱۰ قلمه توکي لرونکی عربي کېټ، ۱۴ قلمه توکي لرونکی یو روغتیایي کېټ او درې تختې کمپلې ووېشل شوې. 
مولوي انوري په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې دا د زیانمنو مسلم حق دی. نوموړي له زیانمنو څخه د امارت د ملاتړ په یادونې سره ووېل چې په راتلونکي کې هم د خلکو لپاره د مرستو د وېش پروګرام شتون لري. 
په دی پروګرام کې له مسؤلینو څخه قدرداني وشوه او له مرستو برخه منو د خوښي په څرګندولو سره د اسلامي امارت د نظام د بقا لپاره دعا وکړه. 
                                                                                                                                                                                     نېټه:۱۴۴۶/۶/۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۲۱
Background image

د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

 د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د STORM-MDU-01 تخنیکي ټیم د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په سه توتک کلي کې د روسانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۶
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۸ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په شتل ولسوالۍ او مرکز کې ۹۸ مستحقو کورنیو او د عام المنفعه پروژو کارګرانو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د کندهار ولايت په لوړ ميوند ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

 د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د MDU-RMC-02 ټیم د کندهار ولايت لوړ ميوند ولسوالۍ د آسوده کلي په سیمه کې د روسانو د وخت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .