د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۷ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۵:۳
news image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۸۷ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، ۲۴ کورنیو ته ۱۰۰ کیلو غنم، ۲۵ کیلو وریجې، ۳ تختې کمپلې او ۱۰ کلچې صابون او ۶۳ نورو کورنیو ته ۵۰ کیلو غنم، ۲۵ کیلو وریجې، ۳ تختې کمپلې او ۱۰ کلچې صابون ووېشل شو او همدارنګه ۲ کورنیو ته، چې کورونه یې په بشپړ ډول سره ویجاړ شوي وو ۲ بابه خېمې هم ووېشل شوې.
د مرستو د وېشلو په لړۍ کې، د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي نثار احمد نجات، زیانمنو شویو کورنیو ته ډاډ ورکړ، چې دا ادارې له تاسو سره خوا کې ولاړه ده او په راتلونکي کې به له نورو زیانمنو شویو او اړمنو څخه ملاتړ وکړي. 
په عین حال کې، زیانمنو شویو کورنیو د مرستو د ورکولو په پار خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې په ښه وخت کې سروې او ورته مرستې ترسره شوې.

نېټه: ۱۴۴۷/۳/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .