د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٥٧٢ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۲۲:۲۷
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د مرکز ګردیز اړوند ٥٧٢ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د نغدي پیسو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د شپږم پړاو ٣٠٠٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ١,٧١٦,٠٠٠ ( ١ میلیون او ٧١٦ زره) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو په ترلاسه کولو خوښي څرکنده کړې او له مسؤلینو څخه یې مننه کړې.

نېټه: ١٤٤٦/٩/٢٥
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۷:۳۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آقاخان موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه

نن سهار سه شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آقاخان موسسې تر منځ د ګډو همکاریو د پراختیا او ارزونې په موخه د دواړو ادارو د یو شمېر مسؤلینو په ګډون تخنیکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۶:۱۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست پکتیا ولایت ته د سفر وروسته د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

نن ورځ سه شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، لوګر ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې لیدنه او له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د طبعي پېښو له امله زیانمنو شویو ٦٦ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د UN-Habitat موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د کابل ښار د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .