د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلابي لارې د پاکولو چارې پیل کړې
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت له محترم مقام سره په همغږۍ او د سیمه ییزو اوسېدونکو په ملاتړ د دې ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د یوې ۳۵ کیلو متره سلابي لارې د پاکولو چارې له سروې وروسته رسمآ پیل کړې.
د یادې سېلابي لارې په پاکولو سره به ګڼ شمېر کرنیزې ځمکې، هستوګنیز کورونه او نور عام المنفعه تأسیسات د سېلابونو له خطرونو څخه خوندي شي.
د دې لارې د پاکولو په پیل مراسمو کې سیمه ییزو اوسېدونکو له اړوندو مسؤلینو څخه د دې اقدام په پار مننه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
