د پکتيکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١١٥ زیانمنو کورنیو ته غير خوراکي مرستې ووېشلې
د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د بېړنۍ غونډې د پرېکړې پر بنسټ د IMC موسسې په مالي همکارۍ، د دې ولایت د مرکز او سروبي، ارګون، نکه، زیړوک او ډیله ولسوالیو ۱۱۵ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته یو عدد د اوبو د وسایلو کېټ او ۲ تختې کمپلي ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
