د پنجشیر ولایت

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۱:۵۱

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ولایتي ریاستونه، په ولایتي کچه د دې ادارې اجرایي بازو ګڼل کېږي، او د طبیعي او غیر طبیعي پېښو په وړاندې د وقایې، چمتووالي، ځواب وینې او بیا رغونې د پروګرامونو او تګلارو د پلي کېدو په برخه کې اساسي رول لري. دا ریاستونه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د قوانینو او تګلارو پر بنسټ، د پېښو د خطرونو د مدیریت اړوندو فعالیتونو د همغږۍ مسؤلیت لري. ولایتي ریاستونه د سیمه‌ییزو چارواکو، شوراګانو او د ملي او نړیوالو بنسټونو سره په نږدې همکارۍ هڅه کوي تر څو د ټولنو زیانمنتیا راکمه کړي او د پېښو پر وړاندې سیمه ییزې وړتیاوې پیاوړې کړي.

د ولایتي ریاستونو موخې
1. د ولایتونو په کچه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پروګرامونو او پروژو په اغېزناکه توګه پلي کول.
2. له پېښو سره د مبارزې او د خطرونو د کمولو لپاره د سیمه ییزو ټولنو چمتووالی لوړول.
3. د بشري مرستو همغږي کول او د پېښو رامنځته کېدو پر مهال بېړنۍ ځواب وینه.
4. له سیمه ییزو چارواکو، دولتي او غیردولتي او ټولنیزو بنسټونو سره د همکاریو پیاوړي کول.
5. د ولایتونو په کچه د پروګرامونو او پروژو د پلي کېدو د بهیر څارنه او ارزونه کول.
6. د وقایوي پروژو او بیارغونې لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو ملاتړونو جلبول.

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست

فعالیتونو او لاسته راوړنې: 
( د 1402 د اول ربعی راپور )
( د 1403 د دوم ربعی راپور )


د ریاست مسئول:       محب الله جاهد
د اړیکې شمېره:             0703469796
ایـــمیـــــــــــل:                 mohibullahjahid@gmail.com

ژوند لیک: 
محترم محب الله جاهد ډ عزیز الله زوی د پنجشیر ولایت د پریان ولسوالۍ د کوهسار کلي اوسېدونکی دی، لومړنۍ زده کړې یې په دولتي ښوونځي او دیني زده کړې یې د سیمه ییزو علماوو سره ترسره کړې دي، خپلې لوړې زده کړې یې د کابل په تعلیم او تربیې پوهنتون درې ادبیاتو څانګه کې تر لېسانس کچې پورې رسولي دي او په یوه شخصي سکتور کې د یو څه وخت لپاره استاد پاتې شوی دی او همدارنګه یې د پنجشیر ولایت د مقام د رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې ده، چې دا مهال د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.

د ریاست موقعیت:             بازارک

په نقشه کې موقعیت:

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۲۸
Background image

د بامیان ولایت په مرکز کې د چکډېمونو او خوړونو جوړولو د ۶ پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي ملاتړ، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په موخه د دې ولایت د مرکز په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۲ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۷
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .